د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هلري کلنټن وايي، چې له مخالفینو سره سوله کول امکان لري او دې هدف ته د رسیدو په خاطر باید د سیمې هیوادونه همکاري وکړي.
کلنټن چې له ولسمشر کرزي سره یوځای یې په کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې وویل، چې د پولې دواړو خواوو ته د مخالفینو پناه ځایونه موجود دي او له منځه وړل به یې د سیمې هیوادونو په راتلوونکې مثبت اغیز وکړي.
میرمن کلنټن مخالفینو ته په خطاب کې وویل، چې د دوی په وړاندې به مبارزه جاري ساتي او د دوی پناه ځایونو ته به ځانونه رسوي.
ولسمشر کرزي هم له ترهګرۍ سره په روانه مبارزه کې د ګاونډیو هیوادونو په ځآنګړې توګه پاکستان رول مهم وباله او ویې ویل، چې باید په دې برخه کې پوره همکاري وکړي.