کندهار: یو ماین ښخوونکى د ماین په چاودنه کې ووژل شو

د کندهار چارواکي وايي، د دې ولایت په ژیړۍ ولسوالۍ کې یو مشکوک وسله وال مخالف د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

د کندهار ولایت مقام له خوا په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویل شوي، دغه کس تیره ورځ ناوخته غوښتل، یوه اندازه چاودیدونکي مواد په یوې کراچۍ کې د خښولو لپاره انتقال کړي، چې پرې وچاودیدل.

چارواکي وايي، چې په ژیړۍ ولسوالۍ کې د تیرې کال تصفوي عملیاتو د دې ولسوالۍ د امنیت له ښه کیدو سره مرسته کړې.