د کندهار د ولايتي شورا سرپرست ریيس پرون وزارتونه تورن کړل، چې په کندهار کې يې خپلو مربوطه چاروته پام نه دى کړى.
حاجي احسان چې پرون يې د کندهار په مطبوعاتي دفتر کې يوې غونډې ته خبرې کولې وويل، چې د وزارتونو تر څنګ په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي هم د خلکو له هيلو او اړتياوو سره سم هغسې چې ښايي کار نه کوي.
ده د کندهار د دهلې بند رغونه يوه له سترو اړتياوو وګڼله، چې څو ځلې د رغونې او فعالولو ژمنې شوي، خو تر اوسه ورباندې عملي کار نه دى شوى. د نورو لارو د پخولو تر څنګ يې دغه راز د بولدک - کندهار د لويې لارې رغونه هم يوه لويه اړتيا وګڼله.