افغان او ناټو ځواکونو د حقاني ډلې پرضد عملیات پیل کړي

افغان او ناټو ځواکونو په ګډه د پاکستان پولې ته څېرمه په القاعده پولې د تړلې ډلې، حقاني شبکې په وړاندې ګډې حملې پيل کړي.

د افغانستان د دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردک پرون خبريالانو ته وويل، چې دغو ګډو عملياتو ته د ”چړې څوکې“ نوم ورکړل شوى او د تېرې يکشنبې په ورځ پيل شوي دي.

ښاغلي وردک هيله وښوده، چې دغه عمليات به د نورو بريدونو لپاره د مخالفو وسلوالو قوت ته لوى ګوزار ورکړي.

د امريکا متحدو ايالتونو په کابل کې پر خپل سفارت په حمله کې چې په سپټمبر کې وشوه، حقاني شبکه مسووله ګڼلې ده.