پاکستان:له وسلوالو سره خبرو ته چمتو يو خو په یوه شرط

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک نن وویل، چې پاکستان دې ته چمتو دی چې له وسله والو طالبانو سره خبرې وکړي خو شرط دا دی چې لومړی به دوي خپلې وسلې پر مځکه ږدي.

رحمان ملک زیاته کړه، حتمي غوښتنه همدا د وسلو د سپارلو ده او که چیرته طالبان فکر کوي چې دوی به خپل کلاشینکوف له ځانونو سره ساتي او خبرې به کوي، نو داسې به و نه شي.

دواړو لوریو د روغې جوړې خبرو ته لیوالتیا څرګنده کړې ده، خو مخکې چې په قبایلي سیمو کې د پاکستان حکومت له وسله والو سره کومه روغه جوړه کړې وه وروسته تر دې چې شوی تړون مات شو، امتیازات یي ترې واخیستل او اسلام اباد سیمې ته پوځیان واستول.