په یمن کې د نښتو په ترڅ کې ۱۸تنه وژل شوي

يمني چارواکي وايي، چې د ولسمشرعلي عبدالله صالح د پلويانو او د ده د واکمنۍ د مخالفو ځواکونو ترمنځ په پرونيو نښتو کې لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي او دېرش نور ژوبل دي.

راپورونه وايي چې د صالح ځواکونه د دوشنبې په شپه په مرکز صنعا کې په دوو خواوو کې ښکېل شول.

دا نښته په څو اوونيو کې تر ټولو سخته بلل شوې.

علي عبدالله صالح له ۳۳ کلونو را په دې خوا د يمن ولسمشر دي او سره له دې چې له اتو مياشتو راهيسي له واک څخه د ده د استعفا لپاره مظاهرې او اعتراضونه روان دي، لا هم له قدرته لاس نه اخلي.