په لغمان کې پر یوه واده وسله وال برید شوی

د لغمان ولایت سیمه ایز چارواکي وایي، دوه وسله والو کسانو د واده په مراسمو برید کړی، چې یوه ښځه یې وژلې او دوه تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د لغمان د قرغه یي ولسوال سعد الله بهبود ازادي راډیو ته وویل، چې دا برید په همدې ولسوالۍ کې شوی، خو په اړه یې څوک نه دی نیول شوي.

نوموړی وایي، په دې اړه یې څیړنه پیل کړې ده.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی اخیستی.