ستاسو له ایس ایم ایسونو څخه الماس دلشان له ننګرهاره، تله ۲۵, ۱۳۹۰ په بهسودو ولسوالۍ کې د حضرت ابوبکرصديق (رض) په لېسه کې موږ کتابونه نه لرو، کله چې ښوونکي راشي، ټول ساعت او وخت يوازې په نصيحت تېروي، بله دا چې زموږ په سيمه کې زورواکو ځمکې لاندې کړي، کله چې چارواکي د څېړنې لپاره راشي دغه زورواکي رشوت ورکوي.