د جرمني جمهور رییس کابل ته د سفرپه ترڅ کې ژمنه وکړه، چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره به د دې هیواد مرستې دوامداره وي.
کریسټن وولف پرون په کابل کې له ولسمشرکرزي او یوشمېر نورو افغان چارواکو سره ترلیدنې وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل؛ چې جرمني به په بیلابیلو برخوکې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته هم له افغانستان سره خپلې مرستې جاري وساتي.
په عین حال کې ولسمشرکرزي په تیرو لسو کلونو کې له دې هیواد سره د جرمني مرستې مهمې وبللې او ویې ویل، چې د دې هیواد په کوربه توب د افغانستان په اړه مهم کنفرانسونه جوړ شوي او د جوړیدوپه حال کې دي:
″جرمني له افغانستان سره د لومړۍ درجې مرسته کوونکو هیوادونو په ډله کې دی او د افغانستان په برخه کې یې هیڅ ډول مرستې او هڅې نه دي سپمولي او اوس هم په افغانستان کې د امنیت او پرمختګ لپاره خپلو هلوځلوته دوام ورکوي.″