د افغانستان په جنوب کې یو ایستونیايي عسکر وژل شوی

د ناټو ځواک یو ایستونیایي عسکر د افغانستان په جنوب کې د وسله والو په حملې کې وژل شوی دی.

د ایستونیا دفاع وزارت وایي، ۲۵ کلن اګریس هوتروف د شنبې په سهار هغه مهال ووژل شو، چې وسله والو په هلمند ولایت کې د دوي په ګزمې برید وکړ.

په حملې کې درې نور ایستونیایي عسکر ټپیان شوي او دا مهال د بهرنیو ځواکونو په سیمه ایز روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د دغو ټپیانو روغتیایي حالت ډاډمن ښودل شوی.

ایستونیا په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ایساف ځواک کې ۱۶۰ عسکر لري.