کونړ: پاکستاني پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۶ توغندي ویشتي دي

کونړ: پاکستاني پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۶ توغندي ویشتي ديد کونړ والي فضل الله وحیدي وایي، چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د کونړ په دانګام او ناړې ولسوالیو کې د پاکستان له خوا ۵۶ مرمۍ لګیدلي چې یو کس یې ټپي کړی دی.

له دې سره پر کو نړ د پاکستان له خوا د لګیدلو توغندیو شمیر ۱۶۵۶ توغندیو ته ورسید.

په یوې بلې پيښې کې د والي له قوله ویل شوي، چې تیره شپه د اسمار په ولسوالۍ کې پر یوه کور د یوې توغندي د لګیدو له امله د څلور تنه ملکیان وژل شوي او شپږ تنه ټپیان شوي.

ټپیان اوسمهال په روغتون کې دي او روغتیایي وضعیت یې هم ښه ښودل شوی دی.