د بریتانیا د دفاع وزیر ″لیم فاکس″ له خپلې دندې ګوښه شو

د بریتانیا دفاع وزیر لیم فاکس پرون وروسته تر دې استعفی ورکړه، چې د دفاعي چارو له یوه سودا ګر سره یې ملګریتا رسوا شوه.

ویل کېږي، چې د نوموړي دغه ملګري که څه هم کومه حکومتي دنده نه لرله خوظاهراً یې د فاکس د سلاکار په توګه کار کاوه.

د استعفا په هغه لیک کې چې لیم فاکس د بریتانیا صدراعظم ډېوېډ کامرون ته لیکلي، نوموړي ویلي، په تیروتنه یې خپلې شخصي ګټې او حکومتي چارې سره ګډې کړې وي.

ټاکل شوې، چې د ټرانسپورت وزیر فیلیپ هامونډ به د فاکس پر ځای د بریتانیا د دفاع وزیر شي.