سپینه ماڼۍ د سعودي سره د سفیر د وژلو په اړه خبرې وکړې

سپينه ماڼۍ وایې، چې ولسمشر بارک اوباما د سعودي عربستان له پاچا ملک عبدالله سره د ایران له خوا په واشنګټن کې د دې هېواد د سفیر د وژلو د دسیسې په اړه خبرې وکړې.

سپینې ماڼی د یوه بیان په خپرولو سره ویلي چې اوباما او عبدالله پردې موافقه و کړه چې، دغه دسیسه د نړیوالو نورمونو، اخلاقو او قوانینو څخه ښکاره سر غړونه ده.

په خبر پاڼه کې راغلي، چې دواړو مشرانو ژمنه وکړه چې، د هغه کسانو په وړاندې به په ګډه جدي اقدامات کوي چې د دغه ډول اعمالو مسئول دي.

ایران دا ادعاوي رد کړي او هغه یې د امریکا له خوا د دې هېواد د اقتصادي بهران څخه د خلکو د ذهنیتونو د منحرفولو لپاره یوه توطعه بللې.