امریکا:خوښ یم چې ګیلاد شالیط به ژر خوشې شي



امریکا متحدو ایالاتو په دې خبر خوښي څرګنده کړې چې وايي په غزه کې یرغمل شوي اسراییلي عسکر ګیلاد شالیط به ډير ژر خوشې شي.

د سپیني ماڼۍ ویاند جې کارني ویلي، چې ولسمشر اوباما ډير پخوا لا د ګیلاد شالیط د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه .

ویل کیږي، چې لږ تر لږه زر تنه فلسطینیان به د هغه د ازادۍ په بدل کې د اسراییلو له خوا خوشې شي.

ویل کیږي، چې دا پروسه به په څو راتلونکو ورځو کې پيل شي .