د مشکوک روسي قاچاقبر، ویکتور بووت محاکمه د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې پيل شوه.
دې د وسلو د قاچاق په شمول د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوی دی.
د محاکمې د پيل په وینا کې ، د امریکا د لوی څارنوالۍ مرستیال وویل، چې بووت د حرص له مخې په پټو جاسوسانو باندې داسې وسلې خرڅې کړې چې په کولمبیا کې د امریکايي پیلوټانو په ضد وکارول شي.
خو د دې په ځواب کې د ویکتور بووت وکیل وویل، چې پر هغه د داسې جرمونو تور لګیدلی چې ده نه دي تر سره کړي.
څلور څلویښت کلن ویکتور بووت چې پخوا یې د روسیې په پوځ کې خدمت کړی دي ، د محاکمې په جریان کې خپل ځان بې ګناه بللی دی.
ده په ځان باندې د امریکاييانو د وژلو لپاره د دسیسې جوړولو، پر تروریستي ډلو د وسلو پلورلو د هڅې او د ملګرو ملتونو له خوا د وسلو د قاچاق د بندیز ماتولو لګیدلي تورونه رد کړي دي.
که چیرې مجرم وپیژندل شي نو ښايي په عمر قید محکوم شي.
بووت چې د مرګ په سوداګر مشهور دی درې کاله مخکې په تایلند کې د خاصو امریکايي قواوو د عملیاتو په نتیجه کې ونیول شو .