په کونړ کې یو قومي مشر د ماین په چاودنه کې ووژل شو

په کونړ کې د سړک د غاړې یوې بمي چاودنې نن د دې ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې یو قومي مشر وواژه او بل یې ټپي کړ.

د کونړ والي فضل الله وحیدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې پیښه تایید کړه او ویې ویل، وژل شوی قومي مشر په کونړ کې د سولې د عالي شورا د کمیټې غړی دی.

تراوسه د دې پيښې مسوولیت چا پرغاړه نه ده اخیستی.