چارواکي وايي، پرون د کندهار د ژیړۍ په ولسوالۍ کې یو قومي مشر له خپلو شپږ ساتنونکو سره د سړک تر غاړي د یوه ایښودل شوي بم د چاودنې په لړ کې ووژل شو.
د ژیرې د ولسوال مرستیال، عبدالولي، د ولایت له مرکز څخه د خپل کور په لور روان و، چې د سنګې سر په کلي کې یې موټر په ماین وخوت.
د کندهار د والي ویاند زلمي ایوبي، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د ژیړې د ولسوال د مرستیال موټر د دې ماین په واسطه والوت او شپږ تنه ساتونکي یې هم په کې ووژل شول.
ایوبي بې له دې چې د کوم چا یا ډلې نوم واخلي وویل، د افغانستان د ښمنان په دې پیښه کې لاس لري.
د فرانسي د خبري اژانس د راپور له مخې د کندهار د امنیې قوماندان شیرشاه یوسفزي هم دا پیښه او هم یې تلفات تایید کړې دي.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د فرانسې خبري اژانس ته په تیلفون ویلي، چې طالبانو دا کار کړی او مسوولیت یې په غاړه اخیستی.