امریکا: افغانستان او پاکستان دې د پولو د خوندیتوب لپاره ګډه همکاري وکړي

په کابل کې د امریکا سفارت له افغانستان او پاکستان څخه غوښتي، چې سرحدي سیمو کې د رامنيځ ته شویو ستونزو د هواري او د دې سیمو د اوسیدونکو د خوندیتوب لپاره دې په ګډه کار وکړي.

د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې امریکا د افغانستان پاکستان او امریکا د درې اړخیزې غونډې د جوړېدو ملاتړ کوي، ځکه د دوی په وینا دا درې اړخیزه غونډه د مسایلو د همغږي لپاره ګټوره ده.

د امریکا سفارت همدا راز هغه اوازې هم رد کړې، چې ګواکې امریکا په افغانستان کې د دایمي پوځي اډو د جوړولو په لټه کې ده.

دوی ویلي، چې دوی نه غواړي، په افغانستان کې دایمي پوځي اډې جوړې کړي.