د کوسوو حکومت له سربيا سره د شمال په لانجمنې سيمې خبرې رد کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې اروپايي منځګړي د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو د بيا پيلولو لپاره دوه ورځنې سفر پيل کړی دی.
د کوسوو صدراعظم هاشم تاچي، په يوه اعلاميه کې وويل، چې هيواد يې د خبرو لپاره روښان دريځ لري، چې په هغه کې د دوی سرې کرښې لکه خپلواکي، مځکنۍ بشپړتيا او د کوسوو نظام يا سيسټم په ګوته شوي دي.
د کوسوو ولسمشر ″اتي فيت جاي اګا″ پرون په پراګ کې د ازادۍ راډيو د کوسوو له څانګې سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل:
″د شمال مساله د قانون د حاکميت موضوع ده او څرنګه چې موږ هلته غيرقانوني ډلې لرو، چې عمليات کوي او په يو ډول د کوسوو د شمال په درو ناحيو کې د خلکو د ورځني ژوند لپاره خنډ دي.″
په وروستيو کې د کوسوو په شمال کې کړکېچ وروسته له دې زيات شوي، چې په جولای کې هغه مهال شخړه وشوه، چې سربانو د کوسوو پر پوليسو اعتراض وکړ.
پوليسو غوښتل د سرحدي پوستو کنټرول په لاس کې واخلي او پر سربيا تجارتي بنديز کلک کړي.