پر ایران او بیلاروس د بندیزونو موده وغځول شوه

اروپايي اتحاديې د مخالفو غورځنګونو د ځپلو او نورو بشري ضد اقداماتو په خاطر په بيلاروس او ايران کې د يوشمېر کسانو پرضد بنديزونه زيات او موده يې اوږده کړه.

د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزيرانو پرون د لوګزامبورک په غونډه کې د بيلاروس ۱۶ تنه په هغه ليست کې شامل کړل، چې تراوسه پورې د ۱۹۲ تنو نومونه په کې ثبت شوي او د اروپايي اتحاديې د غړيو هيوادونو د وېزې د بنديز ترڅنګ په دغو هيوادونو کې يې شتمنۍ کنګل شوي دي.

د ۱۹۲ تنو پرضد د اروپايي اتحاديې د بنديزونو موده روانه مياشت پاي ته رسېده، خو د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزيرانو د بنديزونو موده د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر يودېرشمې ته وغځوله.

دوی د ۲۹ تنو نورو ايرانيانو پرضد هم بنديزونه ولګول او په دې ډول يې د هغو کسانو ليست ۶۱ تنو ته ورساوه، چې د بشري حقونو پر سرغړونې تورن شوي دي.