د افريقايي اتحاديې پوځيان وايي، چې دوی د شمالي سوماليا په مرکز موګادېشو کې د الشباب اسلامي سخت دريځه ډله له خپلې اصلي اډې وشړله.
د افريقايي اتحاديې د ځواکونو ويندوي جنرال ″فريد موګيشا″ بي. بي. سي ته وويل، چې ټوله موګاديشو اوس د دوی په کنټرول کې ده.
ده دا هم وويل، چې په عملياتو کې د سوماليا د حکومت ځواکونو هم برخه اخيستې وه.
راپورونه وايي، چې په جګړه کې د افريقايي اتحاديې يو عسکر او اته تنه ملکيان وژل شوي دي.
الشباب ډله لا هم د سوماليا په ډېرو جنوبي او مرکزي برخو کنټرول لري.