سیمین د اعتصاب له امله له خراب روغتیايي حالت سره مخ ده

سیمین بارکزۍ چې نن یې د ډوډۍ نه خوړلو د اعتصاب نهمه ورځ ده له خراب روغتیایي وضعیت سره مخامخ ده.

دې پرون په خپلو لنډو څرګندونوکې آزادي راډیوته وویل چې په تیرو ورځوکې یوشمیرحکومتي چارواکو ورسره لیدلي او ورڅخه یې غوښتي چې خپل اعتصاب پای ته ورسوي خودې دا غوښتنې نه دي منلي:

سیمین بارکزۍ د تیرې یکشنبې له ورځې په دې اعتراض د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب کړی چې د دې او اتو نورو هغو وکیلانو دوسیې باید له سره وڅیړل شي چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون لخوا په ولسې جرګې کې د وکالت له حق څخه بې برخې شویدي.