د ناټو دوه سرتیري په جنوب کې وژل شوي

ناټو ځواکونه په یوه خپره شوې اعلامیه کې وایي، چې پرون دوه بهرني سرتیري د افغانستان په جنوب کې د وسلوالو په حمله کې وژل شوي دي.

دې ځواکونو د پېښې د دقیق ځای او څرنګوالي او د وژل شوو سرتیرو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

له دې سره په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د بهرنیو وژل شوو عسکرو شمېر څلور سوه شپیتو تنو ته ورسېد.