دریو تنو ښځو د سولې نوبل جایزه وګټله

د لایبریا جمهورې رییسې ایلن جانسن سیرلیف، د لایبریا د ښځو د حقونو فعالې لیما بووي او د یمن فعالې توکل کرمان د نوبل د سولې جایزه وګټله.

د ناروې د نوبل کمیټه وايي، دغو دريو میرمنو، د ښځو د حقونو، د د ښځو د حفاظت او د سولې د ټینګښت په مقصد د سوله اېزې مبارزې له وجې دا ویاړ تر لاسه کړي دي.

۷۲ کلنه جانسن سیرلیف په ۲۰۰۵ میلادي کال کې په لایبریا کې لومړنۍ ښځه وه، چې په ډموکراټيک ډول د لایبریا د جمهورې ريیسې په څوکۍ تاکل شوې ده.

لیما بووي په لایبریا کې د عیسویانو او مسلمانانو یوه ډله تنظیم کړه چې د کورنۍ جګړې په جریان کې د جګړه مارانو پر ضد ودریږي.

توکل کرمان د دریو اولادونو مور او ژورنالیسته ده. دې په یمن کې د جمهور رییس علي عبدالله صالح د واکمنۍ پر ضد مظاهرې تنظیم کړي دي.