ریچارډ: تر ۲۰۱۴ کال پورې تاکل شوی هدف نه شي ترلاسه کېدای

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د آیساف پخوانی انګلیس قوماندان وایي، د افغانستان د ثبات لپاره ټاکل شوې هدف د ۲۰۱۴ کال په نیټې سره ترلاسه کیداي شي.

جنرال ډېوېډ ریچارډ چې دا مهال د انګلستان د پوځ لوي درستیز دی، د پنجشنبې په ماښام یې په یوې تلویزیونې مرکې کې وویل، د ناټو په مشرۍ ایتلاف په افغانستان کې داسې پلانونه تر لاس لاندې نیولي، چې له مخې یې ډاډ حاصلیږي، دا هیواد به یو ځپل بیا د القاعده تروریستي شبکې په اډې نه بدلیږي.

جنرال ریچارډز وویل، دا باید روښانه کړو، چې موږ د نړۍ په هغې برخې کې د سویس په څير هیواد د جوړولو خبرې نه کوو.

موږ د داسې یوه هیواد په اړه خبرې کوو، چې خپلې چارې په خپله سمبالې کړاي شي. دا دلیل ځکه مهم دی، چې یو باثباته افغانستان زموږ د اوږدې مودې امنیت ته هم حیاتي اهمیت لري. دا هم عملي کیداي شي.