نړیوال وجهي صندوق یا انټرنشنل مانیټري فنډ وایي، افغانستان ته د دریو کلونو په مودې کې د ۱۲۹ میلونو ډالرو د پور ورکولو امتحاني تړون یې لاسلیک کړی دی.
د نړیوال وجهي صندوق اجراییه کمیټه وایي، د نومبر میاشت کې به د پور په تصویبولو غور وکړي.
د اي. اېم. ایف چارواکي وایي، افغان چارواکو د کابل بانک د بحران په حل کې مهم پرمختګ کړی دی. دا بانک تېرکال د اداري فساد له وجې ړنګیدو ته نږدې شوی و.
د روان کال په لومړیو کې نړیوال وجهي صندوق افغانستان ته د مرستو ورکول بند کړي وو او له چارواکو څخه یې غوښتې چې د کابل بانک سیسټم باید پاک کړي.
په کابل کې د نړیوال وجهي صندوق ماموریت وایي، په افغانستان کې په امنیتي شخړو او وچکالیو سره سره، په دې هیواد کې په پلان شویو دریو کلونو کې، ناخالص کورنی عاید په سلو کې د شپږو او اتو ترمنځ زیات شوی دی. داعاید به د کانونو د سکتور په ودې او پراختیا سره نور هم زیات شي.