پاکستان په افغانستان کې د هند له هڅو سره حساسيت ښيي

نړیوالو ورځپاڼو یو ځلې بیا له هند سره د افغانستان د ستراتیژیک تړون د لاسلیکولو او په اړه یې د پاکستان د غوصې او اندېښنو په اړه مطالب خپاره کړي دي.
اينډپنډنټ:

اينډپنډنټ ورځپاڼې د افغانتسان او هند ترمنځ د ګډې همکارۍ مساله په يوې مقالې کې څيړلې ده. د دې ليکنې په پيل کې لولو، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، وروسته تر دې چې له هند سره د سترايژيکي همکارۍ تړون لاسليک کړ، هڅه يې و کړه، چې له پاکستان سره خپلې اړيکي سمې کړي.

حامد کرزي په نوي ډيلي کې په خپله وينا کې په سيمه کې د دايمي سولې لپاره د اسلام اباد پر ونډې ټينګار وکړ او هغه يې مهمه وګڼله. ولسمشر کرزي، چې پاکستان د افغانستان غبرګوني ورور وباله هند ته يې د ستردوست خطاب وکړ.

ده همداراز وويل، دغه تړون، چې موږ له سترملګري هيواد سره لاسليک کړی دی، د هيڅ هيواد په زيان نه دی او هدف يې يوازې د افغانستان ملاتړ کول دي.

د انډيپنډنټ ورځپاڼې په باور ولسمشر کرزی هڅې کوي، چې پر يوې نرۍ لارې سفر وکړي او خپل ملاتړي خپه نه کړي. ورځپاڼې د ولسمشر کرزي دا خبره هم رااخيستې ده، چې ويې ويل، داسې ورځ دې خداي راولي، چې د سهار چای په هند، د غرمې ډوډۍ په پاکستان او د شپې ډوډۍ په افغانستان کې وخوري.

ورځپاڼه بيا وړاندې ليکي چې حامد کرزي دا څرګندونې په دې پسې کړې دي، چې افغان حکومت د پاکستان د استخباراتو پر مرکزي ادارې سخت انتقادونه وکړل، چې د حقاني شبکې او طالبانو ملاتړ کوي.

بل لور ته پاکستان په افغانستان کې د هند له هڅو سره حساسيت ښيي او تل يې په دې برخه کې د نوي ډيلي د انګيزې پوښتنه کړې ده، چې ولې دومره دلچسپي لري.

د انډپنډنټ په وينا د امنيت په برخه کې د هند او افغانستان موافقه پاکستان تحريکولي شي، که هغه دا وي، چې په افغانستان کې د هندي ځواکونو شميره زياته شي يا لکه، څرنګه چې ويل شوې دي، د افغان ځواکونو روزنه وي. ورځپاڼه بيا د يوه پاکستاني چارواکي خبره رااخيستې ده، چې وايي، که په دې برخه کې د قهر و غضب لوړه درجه لس وګڼو نو د پاکستان دغه درجه اوس لا شپږو ته رسيدلې ده.

ګارډین:

د بريتانيا بلې ورځپاڼې ګارډين بيا تر دې سرليک لاندې مقاله خپره کړې ده، د کرزي د رژيم ملاتړ به په راتلونکې کې هند ته ګرانه پريوزي. دا مقاله داسې پيليږي، د هند دا پريکړه، چې د حامد کرزي د کمزوري حکومت ملاتړ کوي، يو مخ بې منطقه نه ده.

ورځپاڼې بيا د سې شنبې د ورځې تړون ته اشاره کړې، چې دواړو هيوادو ژمنه په کې کړې ده، چې د سوداګرۍ او له ترروزم سره د مبارزې په برخه کې له يوه بل سره همکاري وکړي.

په تړون کې د سيمې ستر اقتصادي ځواک، هند دا موافقه هم کړې ده، چې د افغانستان امنيتي ځواکونه به وروزي او په وسلو به يې سمبال کړي، چې په دې توګه به چې کله د دوه زره څوارلسم ميلادي کال تر پايه امريکايي او ناټو ځواکونه له افغانستانه ووتل، هند به په دغه هيواد کې خپله ونډه لري، خو د ګارډين په وينا پاکستان او طالبان دې تړون ته په بله سترګه ګوري، چې ښايي هند ته دا خبره ګرانه تمامه شي.

ورځپاڼه بيا وړاندې ليکي، د امريکا او پاکستان اړيکو ته که پام وشي او په امريکا کې د افغانستان له جګړې د خلکو نارضايت ته، نو واشنګتن به پرته له څه شکه دې خوشاله وي، چې د امريکا نوي متعهد هند يو شمير مسووليتونه په غاړه واخلي او پرې نه ږدي چې افغانستان بيا په کورنۍ جګړې کې راګير شي.

د ګارډين په باور په دې ډول به بارک اوباما يا د هغه پر ځاي د امريکا بل مشر دا ادعاء وکړي، چې د افغانستن ستونزه د سيمه ييز تضمين له کولو سره هواره شوه. خو ورځپاڼه دا هم ليکي چې داسې نه شي چې هند بيا يوه ورځ پښيمانه شي او پاکستان ته ستر تاوان ورکړي.