د م.م یو استازی د کاسوو او سربیا تر منځ منځکړیتوب کوي

د کاسوو او سربیا لپاره د ملګرو ملتو استازی چې منځګړیتوب کوي نن بلګراد ته رسیږي.

رابرټ کاپر به د کاسوو په شمال کې د سربیانو تر واک لاندې سیمې په اړه د ستونزو د هواري لپاره په ټپه ولاړې خبرې بیا پیل کړي.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو ویانده میجا کاسي جینیچ وایي، کاپر به د راتلونکې اونۍ په پیل کې پرستینا ته هم ولاړ شي.

سربیا د سپتمبر په اته ویشتمه وروسته تر دې د روغې جوړې خبرې قطع کړې، چې په کاسوو کې د ناټو د سوله ساتې ځواکونو او سیمه ییزو سربیانو تر منځ نښته وشوه. دا جګړه د دې لپاره وشوه، چې څوک به سربیا ته د کاسوو د شمال له لورې د سرحد واک لري.