د افغانستان د ملي امنیت ادارې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د لږترلږه شپږو تنو د نیولو خبر ورکړ چې د جمهور ریس حامد کرزي د وژلو پلان یې درلود.
دا کسان چې د ولسمشر د وژلو د دسیسې په پلان تورن دي، تقریباً ټول لوړې زده کړې لري او چارواکو ویلي، چې په شمالي وزیرستان کې یې د القاعده له غړو سره اړیکې درلودې.
چارواکو ویلي، چې په دې ارتباط تحقیقات دوام لري، په نیول شویو کې یو تن د جمهور ریس امنیتي ساتونکی دی.