سارا پېلین راتلونکو ټاکنو ته ځان نه کاندیدوي

د امریکا د الاسکا د ایالت پخوانۍ ګورنرې سارا پیلین اعلان وکړ، چې نه غواړي د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې چې ټاکل شوې ده، چې د ۲۰۱۲ کال په نومبر کې ترسره شي، ځان کاندید کړي.

پیلین خپلو پلویانو ته پرون په یوه استولي لیک کې ویلي، چې خپلې کورنۍ ته لومړیتوب ورکوي او په دې خاطر یې پریکړه کړې چې ځان د جمهوری غوښتونکي ګوند له خوا جمهوري ریاست ته کاندید نه کړی.

سناتور جان میک کن هغه د ۲۰۰۸ کال د جمهوری ریاست په انتخاتو کې چې ولسمشر بارک اوباما ته یې بایلودل، خپله مرستیاله غوره کړې وه.