دانش - جلال اباد

د پاکستان له خوا د کونړسره په ګډ سرحد صفري نقطه باندې د نوو پوستو جوړول په ښکاره د دې څرګندولو لپاره دي، چې ګواکې د کونړڅخه د وسله والو د ورتلو مخنيوی وکړي.

خو پاکستان د پردې ترشاغواړي، ترڅو د افغانستان څخه په ګډ سرحد کې ځينې مهمې سيمې لاندې کړي، چې راکټې حملې د دې خبرې ښکاره ثبوت دی، ترڅو خلک خپلي سيمې پريږدي او د دوی پرمختګ پټ پاتې شي، لکه د ننګرهار سره په ګډ سر حد د ګوشتې ولسوالۍ کې چې يې همداسې کړي دي.

نو افغان حکومت ته په کار ده، ترڅو په مقابل کې یې په همدې ډول عمل وکړي او نوې پوستې د هغوی په مقابل کې جوړې کړي، ترڅو د هغو د احتمالي مخ کې راتګ څخه مخنيوي وکړي. که حکومت د دې کارتوان نه لري، نو د سيمې د خلکو څخه دې مرسته وغواړي.