د ناټو د دفاع وزیران نن په اورپا کې غونډه کوي او تمه ده، چې دوی به په لیبیا کې د دې تړون د هوايي فعالیتونو او همدا شان د ناټو له خوا د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو پر مسالې خبرې وکړي.
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن وايي، په لیبیا کې د ملکیانو د ساتنې لپاره زموږ عملیات ډیر بریالي وو.
د تیر مارچ راهیسي د ناټو جنګې الوتکو په لیبیا کې شاوخوا پینځه ویشت زره الوتني وکړي او له نهو زرو څخه ډیرې هوايي حملې شوې دي.
په لیبیا کې د عملیاتو په ترڅ کې د لویدیځ د پوځې ایتلاف له اختلافاتو هم پرده پورته شوه. د لیبیا په جګړې کې د ناټو له اته ویشتو غړو څخه یواځي اتو یې برخه اخیستې وه او نور څنډې ته شوي وو او له دې ویریدل چې دا نوی ماموریت به په افغانستان کې د پوځیانو د روزلو په برخه کې د دوی پر ژمنو څه ډول اثر وکړي.
دمخه تر دې چې د امریکا د دفاع پخوانی وزیر، رابرت ګېټس له کاره ګوښه شي پر ناټو تړون یې سختې نیوکې کولې او ویل یې، چې په افغانستان کې په پوځې برخه کې د لګښتونوکې کمي لیدل کیږي او سیاسی لیواتیا هم کمه ده.
ګېټس د ناټو تړون د لازیاتي پراختیا غوښتنه کوله او بې له هغې یې راتلونکې ښه نه بلله. خو ډیپلوماټان وايي، لیون پنیټا چې د رابرت ګیتس پرځای د امریکا د دفاع د وزیر په توګه دنده تر سره کوی د ګېټس په شان دریځ به غوره نه کړي.
اوس په افغانستان کې یولک او دیرش زره د ناټو عسکر له افغان ځواکونو سره ګډ د مخالفو وسله والو پرضد جنګیږي. تر اوسه په افغانستان کې دوه زره اوه سوه د ناټو عسکر په جګړو کې وژل شوي دي.