ایساف:زموږ بل سرتیری وژل شوی

ایساف ځواکونه وایي، چې په افغانستان کې د دوي یو بل سرتیری وژل شوی دی.

ایساف ځواکونو د یوې اعلامیي په خپرولو سره ویلي، چې دا سرتیری یي تیره ورځ ژورو ټپونو له امله مړ شو.

خبر پاڼه وایي، چې دا سرتیری په جګړه کې نه وو زخمي شوی، خو د ټپي کېدو اصلي علت او هویت یي نه دی ښودلی.