د پکتیا والي، د دې ولایت امنیه قوماندانانو او ولسوالانو ته ګواښ کړی، که چېرې په خپلو دندو کې جدي ونه اوسي له دندې به یي ګوښه کړي.
د پکتیا والي جمعه خان همدرد، دغه څرګندونې، د سې شنبې په ورځ د دیارلسو ولسوالیو د امنیه قوماندانانو او ولسوالانو په غونډه کې کړي.
والي دغه ګواښ وروسته له هغې کړي، چې د ده په وینا یو شمېر امنیه قوماندانان او ولسوالان د امنیتي ستونزو له امله خپل کار ته نه ځي.
نوموړي همدارنګه مسولینو ته دنده سپارلی، چې د بیارغونې پروژو د کیفیت د لوړوالی لپاره دې خپلې هڅې وکړې، همدرد ویلي، که چېرې د کومې پروژې کیفیت ټیټ وي، نو تسلیمي به یي وانه خلي.