د رباني ځای ناستې به وټاکل شي

د سولې عالي شورا چارواکي وایي، ولسمشر کرزي د دې هڅې پیل کړي چې د دغې شورا د مشر برهان الدین رباني ځای ناستې وټاکي.

د دغې شورا مرستیال عطاالله لودین نن له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې ولسمشر کرزي په دې اړه سلا مشورې پیل کړې دي.

لودین وویل، د دغې شورا مشر به په انتصابي ډول ټاکل کیږي نه په انتخاب.

د سولې عالي شورا مشر برهان الدین رباني د تیرې میلادي میاشتې په شلمه نیټه په خپل کور کې په یوه ځان وژونکې حمله کې ووژل شو.