په کندهار کې چاودنې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د کندهار سیمه ییز چارواکي وایي، چې د نن سهار په ځان وژونکې حمله کې، چې د ښارجنوب د حاجي عرب په سیمه کې شوې یو ماشوم یې وژل شوې او ۱۷ ملکیان یې ټپیان کړي.

د کندهار د والي ویاند زلمي ایوبي ازادي راډیو ته وویل ځان وژونکي په زرنج موټر سایکل کې مواد ځای پرځای کړي وو، او له ډنډ ولسوالۍ څخه دښار په لور را روان وو چې ښارته نږدې یې د نامعلم علت له مخې ځانته چاودنه ورکړه.

د کندهار د میرویس روغتون مسولینو ازادي راډیو ته وویل چې، د ځینو ټپيانو حالت د اندیښنې وړ دی.

تراوسه کومې ډلې ددې حملې مسولیت نه دی منلې.