مصر: سیاسي ګوندونو په ټاکنو کې د بایکاټ د نه کولو هوډ کړی

په مصر کې د سیاسي ګوندونو یوې ډلې وروسته له هغې په انتخاباتو کې د بایکاټ نکولو خبر ورکړی، چې د مصر واکمني پوځي شورا د انتخاباتو په قانون کې د بدلون سره موافقه و کړه.

دا ګوندونه په پارلمان کې د لرې کړای شوي ولس مشر حسن مبارک د متحدینو د لري کولو غوښتنه کوي.

هغوی مخکې د پوځي شورا څخه غوښتنه کړې وه، چې د انتخاباتو هغه قانون دې بدل کړې چې له مخي یې په پارلمان کې د آزادو کاندیدانو لپاره یې ځیني ځوکۍ په پام کې نیولې وې.

د مصر واکمني پوځي شورا د شنبې په ورځ د سیاسي ګوندونو له دې غوښتنې سره موافقه وکړه.