د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت امنیتي مرستیال وايي، چې په ختیځ کې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د پاکستان له لوري د افغانستان په خاوره د درنې وسلې کوم ډز نه دی شوی.
جنرال عبدالرحمان رحمان نن غرمه په کابل کې خبریالانو ته وویل، افغان ځواکونه د دې توان لري چې له پولې دیخوا د دښمن د کوم غټ حرکت مخنیوی وکړي.
جنرال رحمان زیاته کړه، چې افغانستان د پاکستان په ځواب کې د ورته حملو پلان نه لري، ځکه چې باور لري په دې سره به له کرښې اخوا بې ګناه خلک زیانمن کیږي.
نوموړي وویل، پاکستان په دې وروستیو کې او د روان کال په پیل کې ټول څه باندې یوولس سوه د توپ ډزې د افغانستان پر ختیځو سرحدي سیمو کړي چې په ترڅ کې یې نهه ویشت کسان مړه او نه څلویښت نور ټپیان شوي دي.