د سوريی حکومت راستان هم تر خپل ولکې لاندې راوست

د سوريي دولتي خبري اژانس وايي، حکومتي ځواکونو د مخالفو مظاهره کونکو تر ولکې لاندې ښار راستان په خپل کنټرول کې اخیستی دی.

د سوريي دغه مرکزي ښار له څو اونیو راهیسې له حکومت څخه د اوښتو پوځیانو په واک کې وو.

راستان ښار د حکومت ضد پراخو مظاهرو چې له واک نه د ولسمشر بشار الاسد غوښتنه کوي ،شاهد وو.

د بشري حقونو ډولې وايي په سوریه کې له شپږو میاشتو راهیسې حکومت ضد مظاهرو او تاوتریخوالي کې څه د پاسه دوه زره کسان وژل شوي دي.