په نیویارک کې له ۷۰۰نه زیات مظاهره چیان نیول شوي

په نیویارک ښار کې پولیسو څه د پاسه اووه سوه مظاهره کونکي نیولی دي.

پولیس وايي، دغو کسانو لارې او سرکونه د ترافیکو په مخ تړلې وو او د دې مظاهرې چې د بروکلین پول په شاوخوا کې يې ترسره کوله اجازه نه درلوده.

په نیویارک کې له دوو اونیو راهیسې د بې روزګارۍ او د ملکیتونو د سلب، پر ضد مظاهرې کیږي.

مظاهره کونکي دغه راز له بانکونو سره د امریکا د فیدرال د مالي مرستو په څرنګوالي هم انتقاد لري.

فعالانو له تیرو دوو ونیو راپدیخوا په نیویارک کې د نړیوالې سوداګرۍ د نسکوروو شوو ودانیو په سیمه کې خپل کمپ جوړ کړی دی.

د متحده ایالاتو په بوسټن،شیکاګو،او سن فرانسیسکو کې هم ورته مظاهرې په راوتو دي.