د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما ویلي، نوموړی اوس هم پر خپله دی اراده ولاړ دی چې راتلونکې کال له افغانستان څخه دری دیرش زره سرتیري وباسي.
نوموړي د خپل هیواد کانګرس ته په یو لیک کې ویلي دي، چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د حکومت پالیسي نه ده بدله شوې.
کانګرس ته له د ې لیک سره د پاکستان او افغانستان په وړاندې د اوباما د ادارې د پالیسې د ارزونې یو شپږ میاشتنې راپور هم مل دی.
په دې راپور کې په افغانستان کې د القاعده او طالبانو په وړاندې په جګړه کې او د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه کې د ځینو پرمختګونو یادونه شوې ده.
په راپور کې د دې په اړه چې ایا د پاکستان استخباراتي اداره له حقاني شبکې سره اړیکې لري کنه څه نه دي ویل شوي.
خو د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ په یو راډیويي مرکه کې په دې برخه مې له دندې څخه د امریکا د پوځ د لرې شوې لوی درستیز مایک مولین د سخت انتقاد ژبه یو څه رانرمه کړه او ویې ویل پاکستان باید د ترهګرو د زپلو لپاره ډیر څه ترسره کړي.