د نادعلي ولسوالۍ پولیسو اته تنه وسلوال طالبان نیولي دي، د نادعلي امنیه قوماندان مرجان وایي، چې دغه طالبان پولیسو د نادعلي ولسوالۍ
د ګروپ شش په سیمه کې نیولي دي.
مرجان وویل، د سیمي خلکو را سره په دې برخه کې مرسته کړې ده او یاد وسلوال طالبان یي د هغوي د قوماندان ملاحافظ په ګډون د ګڼو وسلو سره لاس په لاس نیولي دي.
د دې اته کسیزې ډلې په ضد عملیات تیره ورځ غرمه ترسره شوي دي، په نیول شوو وسلو کې یو میل ار پي جي، دوه میله کلاشینکوف، زرګونه فیره
مختلفې مرمۍ او اوه ویشت لاسي بمونه نیولي دي.
قوماندان وایي، خلکو له دولت سره همکارۍ پیل کړې ده، چې له امله یي
د طالبانو حضورکمزورې شوې دې.
تر اوسه وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.