د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیری هیلري کلنټن د سوریې په مرکز دمشق کې د امریکا په سفیر باندې حمله وغندله.
د پنجشنبې په ورځ ، د سوریې د جمهور رئیس بشار الاسد ملاتړو په دمشق کي د متحده ایالاتوسفیر رابرت فورډ هغه مهال په رومیانو وویشت چي نوموړی د یوه پیژندل شوي مخالف دفتر ته ننوت.
ښاغلی فورډ د دريو ساعتونو لپاره په دفتر کي بند پاته و او شاوخوا سلو کسان ودانۍ ته د ننوتلو هڅه کوله.
د امریکا سفیر وایي، د سوریې امنیتي ځواکونه تر یوه ساعت زیاتې مودې وروسته را ښکاره شول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن دا حمله غیر عادلانه وبلله:
“ زه باید ووایم چې، دا نه بخښوونکي حمله په څرګند ډول د ګواښونو د کمپاین یوه برخه ده.
دا نه یوازي د امریکایي ډپلوماټانو پرضد کمپاین دی بلکه د نورو هېوادونو په ډپلوماټانو او څارونکو هم دی چې د سوریې د حالاتو په اړه یي پوښتنې راپورته کړي دي.
دا حمله د سوریې د رژیم او ملاتړو نه زغم په ډاګه کوي او دا د ډېرې خواشینۍ ځای دی، چې د اسد رژیم د خپلو خلکو پر ضد د شخړو کمپاین ته دوام ورکوي”.
د امریکا سفیر رابرت فورډ له دمشق څخه بهر د رژیم ضد مظاهره کوونکو سره لیده کاته کوي او دغه کار د سوریې رژیم په غوسه کړیدی.
له دي پېښې څخه څو ورځې وړاندې، د بشار الاسد ملاتړو د فرانسې سفېر هم هغه مهال په هګیو او ډبرو ویشتلی و چي نوموړی په دمشق کي له یوه یوناني عیسوي پادري سره له کتنې راووت.