د سعودي پاچا په درو محکومه شوې میرمن سزا وبخښله

رپوټونه وایي، چې د سعودي عربستان پاچا عبدالله بن عبدالعزیز د محکمې هغه پریکړه رد کړه چې له مخې یي یوې سعودي میرمنې ته د لسو درو سزاء ورکړل شوې وه.

دغې میرمنې ته دا جزاء وروسته تر دې ټاکل شوې وه، چې دې د ښځو لپاره په عربستان کې د موټر چلولو د بندیز قانون نه و مراعات کړی.

د جدې په ښار کې محکمې روانه اونۍ د شیما په نوم یوه میرمن د موټر چلولو له قانون څخه د سرغړونې په تور مجرمه وپیژندله او لس دُرې یې سزاء ورکړه.

شیما د جولایي په میاشت کې موټر چلولی و او په عربستان کې ښځې د موټر له چلولو منع شوې دي.

د عربستان پاچا اوس د دغې میرمنې سزاء بخښلې ده.