هرات:چاودنه د هوايي ډګر پر واټ شوې

په هرات کې نن سهار د سړک د غاړې د ماین یوې چاودنې لسو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د هرات د هوایي ډګر یو چارواکي سمونوال ګلاب شاه وویل، چې دا چاودنه د هوایي ډګر په واټ شوې.

د هرات د حوزوي روغتون ویاند ډاکتر محمد رفیق شیرزي ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دغه پېښه کې درې کسان مړه او لس ټپیان شوي دي، چې په مړو کې دوه ښځینه پولیسې او یو ډریور دی او په ټپیانو کې څلور ښځینه پولیسې او شپږ عام وګړي شامل دي.

د دغې پېښې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.