چین ویلي، چې د اسراییل له خوا په ختیځ بیت المقدس کې د یهودانو لپاره د ۱۱۰۰ نورو کورونو د جوړېدو پریکړه د پېښمانۍ وړ ده او له اسراییل څخه یې غوښتنه کړې چې له احتیاط څخه کار واخلي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ دا څرګندونې کړي دي او له اسراییل څخه یې غوښتي چې خپله پریکړه بیرته واخلي.
په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې د اسراییل دا پریکړه د سولې د خبرو د بیا پيل لپاره د هڅو په خلاف ګڼلې ده،دې ویلي:
(زموږ په باور د اسراییل دا پریکړه زموږ د هغو هڅو خلاف ده چې د دواړو اړخونو ترمنځ د مخامخ خبرو د بیا پيل لپاره یې کوو.
موږ له ډیرې مودې راهیسې له دواړو اړخونو غوښتنه کړې چې له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې د اعتبار فضا ته زیان رسوي او د یوې خوا د تحریک سبب ګرځي .)
ایټالیا او روسیې هم د اسراییل له خوا د دې اعلان غندنه کړې ده.