له تېرې اونۍ راهیسې ۲۰۰ وسله وال وژل او نیول شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو او نړیوالو ځواکونو د تیرې یوې اونۍ په عملیاتو کې له دوه سوو پنځوسو نه ډیر وسلوال مخالفین وژل شوي او نیول شوي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په دې اړه خبریالانو ته وویل:

″په دې عملیاتو کې له مخالفینو، یاغیانو او طالبانو نه یو سلو دوه ویشت تنه وژل شوي، یو سلو اته دېرش تنه د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د ترهګریزونو حملو په شک نیول شوي دي.″

صدیقي وویل، چې په تیرې یوې اونۍ کې له دېرشو ډير پولیس وژل شوي، شاوخوا پنځه څلویښت ټپیان دي، همداراز په دې مودې کې نږدې سلو ملکي کسانو ته هم په چاودنو او ځان وژونکو حملو کې مرګ ژوبله رسیدلي.