د اکراین د پخوانۍ صدراعظمې محاکمه روانه ده

د اکراین د پخوانۍ صدراعظمې یولیا تیموشینکو محاکمې وروسته له دوه اونیو پرون په کیف کې دوام درلود. څارنوالو د محاکمې په جریان کې یولیا ته د اوو کلونو بند غوښتنه کوله.

یولیا تماشینکا چې د اکراین د حکومت له وتلو مخالفو څیرو څخه ده، د روان میلادی کال د جون له میاشتې راهیسې یې محاکمه روانه ده.

هغه په دوه زره نهم میلادي کال کې له روسیې سره د ګازو د یوه قرارداد په برخه کې له سیاسي قدرته په ګټې اخیستنې تورنه ده.

که چرته میرمن تموشینکا مجرمه وپیژندل شي، نو ممکنه ده، چې په لس کاله بند محکومه شي.

څارنوالان وايي د تیموشینکا په لاسلیک سره دا تړون د دې سبب شو، چې اکراین له روسیې څخه په ډیره لوړه بیه غاز واخلي.

یولیا تیموشینکا دا ادعا ردوي او وايي، د خپلو سیاسي سیالانو له خوا په غیر عادلانه توګه محاکمه کیږي.

اروپايي اتحاديي او متحد ایالاتو په اکراین کې د سیاسی محاکمې پر ضد خبرداری ورکړی او غوښتنه یې کړې، چې پر میرمن یولیا تماشینکو له لګولو شویو تورونو تیر شي.