د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره وایي هېواد یې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره له نړیوالې ټولني سره د همکاری په ژمنه ولاړ دی.
حنا رباني کهر تیره ورځ وویل، اسلام آباد متعهد دی، چې د دې هدف د لاسته راوړلو لپاره د افغان حکومت او متحده ایالاتو سره مرسته و کړي.
نوموړي دا څرګندوني د م م په عمومي اسامبلې کې وروسته له هغې وکړې چې، امریکا د پاکستان استخباراتي اداره د حقاني شبکې سره په همکارۍ تورنه کړې.
حنا رباني کهر وویل:
″د افغانستان خلکو سره په پوره یو والي سره همکارانه هڅې په افغانستان کې د سولې، په سیمه کې د ثبات او شفافیت راوستو یوازنۍ لار ده.
پاکستان غواړي، په دې برخه کې له خپلو نړیوالو شریکانو او په خاصه توګه د افغان حکومت او امریکا سره لازمې هڅې و کړي تر څو په دې قاطع شیبو کې خپل مسوولیت ادا کړي.″
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې په افغانستان کې وروستي بریدونه هم و غندله او زیاته یې کړه، چې هیواد یې د تروریزم ضد جګړې کې متعهد دی.