ثمرگل احمدزی، جلال اباد

كوم بريدونه، چې پر افغانستان كيږي، د هغه ځواب بايد په خوله ونه ويل شي، بلکه د هغه ځواب بايد په توپک ورکړل شي.

ځكه افغانانو تل سر په ننگ وركړئ، نو ځکه د دفاع وزارت بايد دغه غيرت ته پام وكړي، چې موږ د احمدشاه بابا او خوشال بابا اولاده يوو.

احمدشاه بابا به تر ډيلي پورې حكومت كاوه، نو نن دې د افغانستان حكومت د افغان ولس وي نه پلوري او د خپلو پلرونو په شان حكومت او له غيرته ډک عمل دې وكړي.

او دغه پنجابيان دې تر اټک اخوا وځغلوي.